Aug 14, 2009

مقابله که مفاهمه؟ مناظره که محاسبه؟ دلیکنې په ځواب کې

عبدالواسع قانع
ښاغلي یون صاحب:
لکه څنګه چی تاسو وخت په وخت لیکنې کړیدي، ملت په تیره بیا هغو وګړو هم چې معلوماتو او معلوماتي منابعو ته لاسرسی لري، ټول جریانات ګام په ګام څارلي دي، اوتاسو ته هم داجوته ده چی ستاسو دهرګام پرمهال دملت عکس العمل څه و؟! دادي یو ځل بیا دتاریخي مسولیتونو د اداء کولو وخت رارسیدلی او زه به هم پخپل نوبت تاسو او نورو هیوادوالو ته دیوه مسلمان او افغان په توګه دنن ورځې مسولیتونه درپه ګوته کړم، څو پدې توګه زما او ستاسو په برخه کې دالله او ملت په وړاندې دایو حجت او دلیل شي.
ولسمشري یو خورا لوی او دروند مسولیت دي چې له یوې خوابه ولسمشر ملت ته حساب ورکوي، او له بلې خوابه لوی پروردګار ته دخپلو ټولو کړو وړو او تصمیمونو ځواب وایی. ستاسو دلومړۍ لیکنې نه خلک پوه شول چې دارګ هوا مودماغ مینځلي دي، اما په دویمه لیکنه مو هڅه وکړه چی خپل هدف په پټه توګه پرمخ بوزۍ، ځکه چی په ښکاره ډول مو دروڼ آندو افغانانو عکس العمل نشو زغملاي. له هماغه وخته خلک پدې خبرو چې تاسې ولایاتو ته سفرونه پیل کړل او دیوه درانده او ملت ته منلِ کاندید مو کمه ویله او دبل بره. تمه خوداوه چی ملي شخصیتونه چی دملي ګټو فکر یې په سرکې ګرځیدا او یایې په مجلسونو کې خلک پدې تیر ایستل چی دملي ګټو لپاره باید خپلې قومي او ژبنۍ ګټې قرباني کړو، دوی به یو ملي دریځ خپل کړي او ملت به په دوی راټول شي. مګر بدبختانه دوی پدې تیرو ۷ کلونو کې پدې پوه شویدي چی ملت ویده دي او چی ملت ویده دی، نو نران به هغه وی چې خپلې څوکۍ ټینګې کړي او دخپلو جیبونو ډکولو ته دوام ورکړي.
اساسي خبره داده چی ولسمشر دیوه قوم یا یوې سیمې او یا یوې طبقې لپاره نه ټاکل کیږي. ولسمشر دټول ملت لپاره ټاکل کیږي او له همدې امله باید ملي ګټې خوندي کړي. اوس به راشو دېته چی په تیره دوره کې کرزي ملي ګټې څومره خوندي کړې او په راتلونکي کې به یې څومره خوندي کړي؟
له بله اړخه دملي ګټو ساتنه د حق ساتنه او دفاع بلل کیږي او دملي ګټو سره خیانت د باطل لوري نیول ګڼل کیږي.
1. ملي وحدت: کرزي په تیره دوره کې دپښتنو قاتلین په واک کې وساتل او نابللیو میلمنو ته یې دپښتنودوژنې فرمان په لاس ورکړ او پدې توګه یې دپښتنو او نورو ملیتونو ترمنځ واټن لا زیات او دښمني یې لا پخه کړه.
2. ارضی تمامیت: کرزي دخپلې بې کفایتۍ له امله افغانستان دې حالت ته رسولی دی چی اوس نیمایی افغانستان ددیموکراتیک بهیرڅخه محروم دي او ددې امکان شته چی ددغه حالت په دوام سره افغانان او نړیوال ټول دې پایلې ته ورسیږي چی دافغانستان دستونزې حل پدې کې دي چی دا هیواد ټوټه ټوټه شي.
3. سرتاسري سوله او امنیت: کرزي په لوی لاس پښتانه مجبورکړل چی غرونو ته وخیژي. ددې پرځای چی له انتخابی دورې وروسته اساسي اصلاحات راولي ، دپښتنو قاتلین له واکه لیرې کړي او نړیوالو ته قناعت ورکړي چی طالبان او اسلامي حزب په سیاسي جریان کې راګډ کړي، تل یې پدې ټینګار کاوه هغه طالبان چی وسلې پرځمکه کیږدي او تسلیم شي هغوی به په امن وي. نن یو ځل بیا له یوې خوا دسولې خبرې کوي، له بلې خوایې د طالبانو اواسلامي حزب تاریخي دښمنان خپل معاونین ټاکلي دي.
4. اقتصادي متوازن انکشاف ته توجه نه کول او دکورنیو بې ځایه شویو پښتنو ستونزو ته پاملرنه نه کول، او په مجموع کې دپښتنو هیلو او غوښتنو ته بې اعتنايي هغه څه دي چی په لوی لاس یې ملت دې ناورین ته ورټیل واهه. ورسره ورسره کرزي ټول هغه پښتانه له دندو لیرې کړل چی ملت حساب پرې کاوه او په ډیره چټکۍ سره یې کولای شول چې هیواد یو مثبت لوري ته سوق کړي.
یون صاحب:
(لکه ونه مستقیم پخپل مکان یم) لیکنه مو په زړه پورې وه، مګر تاسې دونې په څیر مستقیم پاتې نه شوﺉ. مونږ پدې مکلف نه یو چې حتما دې یو سپیڅلی هدف ترلاسه کړو، بلکه مونږ ایمانا او وجدانا پدې مکلف یو چې دیوه سپیڅلي هدف دترلاسه کولو لپاره کاروکړو او دحق په خوا کې ودریږو. سپیڅلی هدف دادی چی افغانستان دشر او فساد له عناصرو څخه خلاص شي او دایمی ثبات ترلاسه کړي. اوس که کرزي دشر اوفساد له عناصرو سره لاس یو کوي او هغوی ته امتیازات ورکوي، نو آیا دایو سپیڅلي هدف دی؟ که دسپیڅلي په ځای شوم هدف وي، نو آیا دده سره ملګرتیا شرعا او عقلا جواز لري؟ ډیره عجبه ده چی په خوله وایې چی فهیم خان دملت په ګټه ندی، مګر په عمل کې ورته کمپاین کوې. که ته وایې چی زه کرزي ته کمپاین کوم، نو آیا خپله دې نه وو لیکلي چی فهیم به ولسمشر وي او کرزی به یې معاون وي؟ آیا کرزي خپله ونه ویل چی زما موفقیت دفهیم خان موفقیت دی؟ زه خودېته حیران یم چې تاسې ولې په یوه داسې شخص بیا بیا باور کوﺉ چی په هره برخه کې په کراتو کراتو ناکام راختلی دی؟!
تاسې به روحآ څنګه آرام وی؟ هره ورځ مو په اوسط ډول ۴۰ تنه پښتانه وژل کیږي، دپښتنو قاتلین واک ته رسیږي او دپښتنو ویاړلی اشخاص نه پریښودل کیږي چې دې ملت ته خدمت وکړي، او تاسې ځانونه آرام احساسوﺉ؟
ډیرعالی: ښه او ګټونکی بدیل. ښه خو ټولو ته څرګند دی، مګر آیا همدا زه اوته یو چی یو مشر به ګټونکي جوړوو او که باید له پیله ګټونکی موجودوي اوباید زه اوته یې ترمخ لکه دناوې ډرپل غوندې وګډیږو؟ که یوڅوک له پیله ګټونکی وي نو بیا خو دسیاسي او فرهنګی شخصیتونو هڅو او مبارزو ته اړتیا نشته. تاسې ښه پوهیږﺉ چې شمال ټلواله دواړې خواوې وهی، نو معنی خو داده چی ملی اشخاص باید پدې یوه خواکې هم ونه دریږي. ولې بیا هم تاسې ولې یوه خوا غوره کړه؟ آیا فهیم خان په یوازې سر ترټولې شمالي ټلوالې خطرناک ندی؟ آیا دشمال ټلوالې پاتې غړي تر هغو بده سابقه لري چی همدا اوس دکرزي په خوا او شا راڅرخیدلي دی؟ رښتیا شمال ټلواله خو ځکه محکوموې چی کیدای شي نظام به بدل کړی، مګر نظام بدلول خو څه دوزیرانو دشورا کارندي. هغه دومره ساده خبره هم نده چی دهرچا زړه وغواړي همداسې به وکړي، بیا هم دمقابلې ځای شته، او که رښتیا دلویې جرګې په تالار کې د صدارتي نظام منطق قوی او غښتلي وو نو بیا پدې کې کوم آیت نازل شویدي چی نظام دې حتما ریاستي وي.
دابه څوک درسره ونه مني چی په ملت کې یوازې عبدالله او کرزي ډیر مطرح دي، ځکه چی تراوسه پورې چی دوی هرڅومره زور لګولي دی نو په ټولو غونډو کې یې تریولکو زیات کسان ندی راټول کړي، حال داچی ډیر امکان لری چی همدغه کسان چی په غونډوکې ددوی ډوډۍ خوري او پیسې یې اخلي، بیا هم خپلې رایې بل چاته ورکړي، اوله شک پرته چې پاتې ۱۷ میلیونه ملت به انشاالله خپل سرنوشت وټاکي. دعبدالله او کرزي په کمپاین کې به هیڅ څوک داسې پیدا نشي چی له پیسو او معاش پرته کاروکړي، پداسې حال کې چی د ډاکټر اشرف غني دکمپاین ۸۰ فیصده خلک رضاکارانه کارکوي. روح به دهغه چا آرامه وي چی سپیڅلي آرمان ته دکومې دنیایی ګټې او طمعې پرته کارکوي.
دلته به دخپلې وینا دثبوت لپاره یو ژوندی مثال درکړم: زما ورور له کلپ څخه دکلپ دانډیوالانو سره یوځای دکرزي کمپاین ته ورغلي و، هلته یې ډوډۍ خوړلې وه او پیسې یې هم ترې اخیستې وې، له هغه ځایه سیده دډاکټرعبدالله کمپاین ته دکلپ له نورو غړو سره ورغلي و، ښې ډیرې پیسې یې ترې اخیستې وې او په هغویې خپل کلپ ته توشکې او نورسامانونه اخیستې و، پداسې حال کې چې په تلویزیون کې یې ددواړو نوماندانو په پلوی خبر تیرشو، مګر زما ورور او ملګری یې تلویزیون ته دخندا نه مړه شول او ویل یې چی دابه دانتخاباتو په ورځ معلومه شي چی آیا کباب او پلو زمونږ وجدانونه بدلولای شي؟ آیا تاسې مونږ ته بازي راکوﺉ او که مونږ به یې تاسو ته درکوو؟
!
یون صاحب باید له ډاکټر عبدالله نه ددې ملت په وړاندې ببو جوړ نکړي. همدا ستا انډیوال کرزی وو چی له دې خلکو یې ببو ګان جوړکړي وو، کنه پدې ملت کې دومره متره وه او شته چی هره لحظه یې حوصله ختمه شي، نو بیا به یې یا له ملکه وباسي او یا به یې په سوړو ننباسي. ښاغلي یون هڅه کوي چی لومړي داسې فرضیه رامخې ته کړي چی ګواګي ډاکټر اشرف غني مخکښ ندي، نو پدې توګه به خلک په آسانۍ سره قانع کړي چی دعبدالله پرځای حامد ته رایه ورکړي. مګر که له یوې خوا نوموړي دملت په رایه باور نه لري، د حق او رڼا په خوا کې نه دریږي ، نو له بلې خوا هڅه کوي چې پدې توګه په غیر مستقیم ډول عبدالله ته په کمپاین کې هم برخه واخلي.
داباید په ډاګه کړو چی که ملت رښتیا هم داسې ویشل شوی وي چی پښتون به پښتون ته رایه ورکوي، تاجک تاجک ته او هزاره هزاره ته، نو که له یوې خوا دابدمرغه ډالۍ هم دکرزي لخوا ده، نو له بلې خوا پدې هم باید پوه شو چی ټول ملت هم داسې ندي. همدا اوس ټول هغه کسان چی پرملي وحدت او ویاړلي افغانستان ایمان لري، هغوی دډاکټر غني پرشا اوخوا راټول شویدي، مګر هغه چی مقصد یې دخپلې چوکۍ اویا خپل کاراوبار ساتل دي، هغوی نو یا دکرزي اویا هم دعبدالله په خوا اوشا راټول شویدی. دا فرضیه به حقیقت پیدا نکړي چی عبدالله به ولسمشر شي، خو که حقیقت پیدا کړي، دابه کرزي ته ترټولو ښه سبق شي، ترڅو پوه شي چی په تیرو ۷ کلونو کې یې څه کړیدي؟ له بلې خوا پدې هم باید پوه شو چی ډاکټرعبدالله او کرزي دیوې سکې دوه مخونه دي. دکرزي او عبدالله هریوه دبریالیتوب په صورت کې به افغانستان دتباهۍ خواته ولاړشي او دامسولیت به بیا هم ترټولو زیات دهغو خلکو په غاړه وي چې داچانس له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه اخلي. پدې برخه کې یوه خبره باید بیا بیا وکړم چې نه خو په کرزي او نه هم عبدالله کې دومره متره او همت شته چې له ویاړلي ډاکټر اشرف غنی احمدزي ته دملت په وړاندې ودریږي او دخپل پلان ، تیر او راتلونکی څخه دفاع وکړي.
ډیره په زړه پورې داده چی ښاغلي یون بیا بیا داتجربه ترسره کوي چی کوندې کرزي به بدل شي او داځل به یو ډراماتیک تغیر او بدلون پکې راشي، مګر داهیروي چې پیرمحمد لا ډیرپخواویلی وچې: نصیحت پرسنګین دلو اثر نه کا، بې هوده پیرمحمد در وهي په سنګ. یقین دادی چې غیرت، وفا، ننګ ، صداقت او اخلاص فطري خواص دي، او داپه پیسو نه اخیستل کیږي او نه په زوره دیوچا په فطرت کې ورځاییدلای شي.
دښاغلي یون دافرضیه سمه نده چی ګواګی حکومت نیمايي له کرزي سره دي او نیمایی له عبدالله سره، نو پدې توګه همدوی دخلکو ملاتړ په زور او یا خوښه ترلاسه کولای شي. داځکه سمه نده چی که دې حکومت دخلکو رایې ګټلای شوای نو نن به افغانستان پدې بحراني حالت کې نه وای. زه یقین لرم هغه کسان چی په حکومت کې دي له یوې خوا دډاره خپلو کلیو او کورونو ته نشي تللای او له بلې خوا دومره منفور دي چی خلک یې څیرې په اوبو کې په ډبرو ولي. ملت که څه هم په انتخاباتو کې پوره برخه نشي اخیستلاي او همدا ترټولو زیات د اندیښنې ځاي دي، مګر څوک چی به دملت په توګه برخه واخلي هغوی به ملي مسایلو ته په پام سره خپله رایه وکاروي. دا اوس ټولو ته واضح او روښانه ده چې آزموده را آزمودن خطای کبیره است.
داخبره چې شمال ټلوالې لومړی له طالبانو سره مرسته کوله ترڅو چې حزب یې پرې وواهه او بیا شمال ټلوالې په طالبانو برید وکړ، سمه نده، ځکه چې په واقعیت کې طالبانو له حالاتو څخه سمه ګټه واخیسته، دشمال ټلوالې له مرستو یې ګټه واخیسته او په پای کې یې دوی ته هم التیماتوم ورکړ چی یا تسلیم شي او یا جګړې ته تیارشي. دحزب دریځ تل داسې وو لکه همدا اوس، ددې پرځای چې دملي ګټو لپاره له څوکۍ څخه تیرشي، له طالبانو سره جګړې ته یې تیاری وښود، اوس هم حزبیان ددې پرځای چې دیوه ملي حرکت ملاتړ وکړي، دکرزي نه یې پدې تمه ملاتړ وکړ چی ګوندي وي حکمتیار ته به امان او مقام ورکړي، مګر دایې له پامه وتلې ده چې آیا حکمتیار دفهیم خان ترمشرتابه لاندې ژوند کولای شي او که نه.
یون صاحب:
یوازې ډاکټر اشرف غني ندي چې دخپل قوت ، قهر ، مهارت او لیاقت څخه دکرزي په وړاندې کاراخلي، بلکه ټول ملت ترپوزې رسیدلې دي، اوکه ډاکټر اشرف غني میدان ته نه وای راغلي، نو ټولو پښتنو به رمضان بشردوست ته رایه ورکړې واي.
تاسې وایي چې ملي مبارزین باید هڅه وکړي چی حل لارې ومومي او ستاسو په آند حل لارې دادي چی دعبدالله دبریالیتوب مخه ونیسو او کرزي کامیاب کړو. تاسې فکرکوي چی اشرف غني باید ځکه کرزي ته تیرشي چی کرزي اوس سملاسی دقوت په موقف کې دي.
ښاغلی یون: ستاسو نه مو داهیله او تمه نه وه چې معنوي ارزښتونه د مادیاتو په پښو کې وروغورځوﺉ. ولې یوځل ستاسو په ذهن کې دانه راګرځي چی ټول ملي مبارزین باید کرزي ته ووایی چې دډاکټر اشرف غني په وړاندې ستا دریدل له ملت سره خیانت دي. ستا سابقه، ستا علم، ستا مدیریت، ستا رهبري او ستا هرڅه د ډاکټر اشرف غني سره اصلآ دمقایسې وړ ندي. هغه ستا نه دومره لوړ دي لکه آسمان چې ترځمکې لوړ دي، او کرزي ته ووایو چې دډاکټر اشرف غني احمدزي په ګټه تیرشي، اوکه داسې ونکړي، نو هرډول عواقب به دکرزي او دهغه دملګرو په غاړه وي.



په پای کې دیون صاحب په ګډون له ټولو هیوادوالو څخه هیله کوم چې نور تکتیکي موقفونه دملت درد نه دوا کوي، ملت باید په اصولو او معیارونو باندې حساب وکړي. هیله ده چې دبرسیره معیارونو په وړاندې دضمیر په شهادت باندې دغو دریو نوماندانو ته نومرې ورکړی او بیا فیصله وکړي چې کوم نوماند حق ته نژدې او دملاتړ مستحق دی.

Posted by Spinghar Safi at 3:14 PM  

0 comments:

Post a Comment