Afghans never attaked anyone!
Oct 19, 2009
by George Galloway
دکرکټ پنځو افغان پاته شوي لوبغاړوته
Oct 9, 2009

عزت اوشهرت ښه دی که دولت اوشرمندګي؛
میلیونونو افغانانوخوشحالۍ ښی دي که مایوسۍ؛
دخپلوهیوادوالودوعاګانی ښی دي که ښیراوی؛
خپل ځان هوساینه ښه ده که دهیوادنوم اوبیرغ لوړول؛
هیواد ته په عزت سره راستنیدل ښه وو که دهیواد نوم شرمول؛
زما په نظرپه نړۍ کی به یواځینی هیواد افغانستان وي چی لوبغاړي یی له رسمی لوبونه وروسته په هماغه هیواد کی پټیږي چیرته چی یی لوبه کړي وي
ماته می یوملګری وویل هلکه خبریی ماورته وویل نه ولی؟ راته ویی وویل اشنایان دی تښتیدلی دي حیران شوم ، پوښتنه می تری وکړه څوک یادوی ؟ بیا یی په خندا وویل ستا دکرکټ ملګري ته چی به پری نازیدی هغوی په کاناډا کی دبیرته راتګ پرمهال پټ شوی دی ما ورته وویل په انټرنیټ کی می ددوی لوبی تعقیب کړی دي ماخوکوم خبرنه دی لیدلی، بیا می ورته وویل دابه حقیقت نه وي ده راته وویل ته یی مه منه خو داکارشوی. خیرپه هرصورت داختر له رخصتۍ نه څوورځی وروسته می دبینوا ویب پاڼه وکتل چی په کی لیکل شوی وو دکرکټ پنځه افغان لوبغاړي په کاناډا کی تښتیدلي دي، خدای شته چی ډیرخفه اوشرمنده شومځکه چی څوکاله وړاندی فارسیوانانو زمونږپوزه راپری کړی وه دفټبال دسیالو په مهال اروپاکی تری تم شوی وو، اوس نو راشه داوګوره یومتل دی چی وایی ( پکه دا دی لا بله سپکه ) زمونږ پښتنوورونو ورسره غوږونه هم راپری کړل.ای دکرکټ پنځو افغان لوبغاړو! تاسوته وایم چی دټولوافغانانوهیلی اوامیدونه اول خدای پاک ته اوبیا تاسوځوانانوته وو چی دافغانستان نوم اوبیرغ په نړۍ کی روښانه کړۍ، چه له نیکمرغه داامیدونه موورپوره کړل خوهیوادته په نه راتګ مودټولوافغانانو هیلی دنړیوال جام لپاره له خاوروسره خاوری کړی
دلالااقا شیرزاد صاحب شعر رایاد شووکه خدای می غاړه نه بنده وی اوغلط نه وي چی وایی (دکاناډا ښایست به هیرشی درنه – راشه کونړ زمونږ لغمان وګوره ) ما پخپله دبل هیواد مسافری نه ده کړی خو په خپل هیوادکی راته معلومه شوی چی مسافری څومره سخته ده ، بل دا چی په نوروهیوادونو کی کارکول اسان کارنه دی په تیره بیا په لویدیځوهیوادونو کی ، لکه څرنګه چی مونږ له نوروخلکونه اوریدلی دي وایی په لویدیځو هیوادونوکی به یا په هوټل کی شاګردی کوی یا به باغوانی (مالیتوب) کوی یا به داسی کوم بل کارکوی چی ستا زړه یی نه منی، داځکه چی زمونږ دافغانانودومره په کافی اندازه زده کړی یا تعلیم نشته چی څوک ورته په دفتر، شرکت او یا کومی کمپنۍ کی کارورکړينوپه خاصه توګه زما اودټولوهیوادوالوداهیله ده چی ټول پنځه سره ورونه بیرته خپل هیواد ته راستانه شۍ، چی د کال ۲۰۱۰ نړیوال جام سیالیوکی دټولو افغانانوهیلی پوره اودخوشحالۍ سبب وګرځي
که چیری تاسونه راځۍ نو! مونږبل « ایمل وفا» له کومه کړو؟ څوک چی په ډیروسیالیوکی ځلیدلی دی.مونږبل «اصغرهوتک» له کومه کړو؟ دچادتیزبال کولوصفت چی په نوروهیوادونوکی کیږي.اوهمدارنګه دانورځوانان
ستاسودبیرته راتلوپه هیله
جوادالله شیرزی
Oct 1, 2009
This is how Pakistan army interrogate innocent Pashtuns
Subscribe to:
Posts (Atom)
